ایکنانیوز د سي ان ان په حواله راپور راکوي، ۳۳ کلن زهران ممداني، ، خپل انتخاباتي کمپاین په نیویارک کې د توپیر د یوې څپې په مینځ کې پرمخ بوزي. هغه د ټولنیزو رسنیو له سختو نیووکو سره سره، د ډیموکراټانو په لومړنیو انتخاباتو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه او له مهمو سیالانو څخه مخکې شو، او اوس تر بل هر وخت د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه د ټاکل کېدو په درشل کې دی.
په ورته وخت کې، د کانګرس یو شمېر غړو او د بشري حقونو ډلو د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د دغه ډیموکراټ کاندید پر وړاندې د اسلام ضده او توکمپالې څپې او نیوکې غندلې دي.
د امریکا د کانګرس مسلمان استازو،رشیده طلیب، ایلهان عمر، آندره کارسون او لطیفه سایمون، په یوې ګډې اعلامیې کې هغه څه چې دوي ئې د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو او ښي اړخو شخصیتونو له خوا «نوپوهه او خطرناکه ویناوې» بللې، غندلي دي. په دغې اعلامیې کې راغلي: «توهین،،سپکاوي اسلام سره ضدیّت او توکمپالنه ،زمونږ په سیاست کې ریښې خپرې کړې دي. مونږ دا بریدونه د خپلو تجروبو له مخې ښه پیژنو.
۳۳کلن ممداني، د هندي توکمه مسلمان دی او د اوګیندا د پوهنتون د استاد محمود ممداني او د هندي فلم جوړونکې میرا نئیر زوی دی.
هغه د نیویارک د ښاروالۍ لپاره په لومړنیو انتخاباتو کې د کابو ۴۳۲,۰۰۰ رایو یا ۴۳.۵٪ رایو سره لومړی شو او د دغه ایالت پخوانی والي یا ګورنر اندرو کومو ئې مات کړ. د جمهوري غوښتونکو بریدونه او نیوکې حتی د ممداني او د سپټمبر ۱۱ بریدونو سره تړاو نیولو ته هم رسیدلي دي. د مدني حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې دا ډول لمسؤنکي ویناوې کیدای شي فزیکي شخړو ته لاره هواره کړي. ممداني به د نومبر په ۴ په عمومي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید کرتیس اسلیوا سره سیالي وکړي. که بریالی شي، ممداني به د نیویارک په تاریخ کې لومړی مسلمان او لومړی هندي توکمه ښاروال وي.
هغه د دموکراتانو د کاندیدیا لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د نیویارک د مینځنۍ پرګنې لپاره د ژوند د لګښتونو د کمولو ژمنې کړې دي. همدارنګه، هغه په څو موردونو کې د غزې د جګړې په اړه خبرې کړې، د فلسطینیانو ملاتړ ئې اعلان کړی او په صهیونیستي رژیم ئې سختې نیوکې کړی دی.
ممداني تر دې وړاندې د اسرائیلي پوهنتونونو د اکاډمیک بایکاټ غوښتنه هم کړې وه او ژمنه ئې کړې چې که د ښاروال په توګه وټاکل شي او نتانیاهو نیویارک ته سفر وکړي، نو د هغه د نیولو لپاره به هڅه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4300869